پیښور -- ډيلي ټايمز راپور ورکړو چې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) د یکشنبې په ورځ (د جون په ۱۷ مه) د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شکمن کمانډر مولوي بهادر جان ونیولو.
مخکې له دې چې جان دوبۍ، متحده عرب امارت ته تلې وای، امنيتي ځواکونو هغه په پیښور کې په باچا خان نړیوال ایرپورټ کې ونيولو.
چارواکو په ایرپورټ کې د هغه اسناد وکتل او ويې موندل چې د جان نوم په ایکزټ کنټرول لیسټ کې شامل و. هغه په مختلفو ترهګریزو کړنو کې د لاس لرلو له کبله مطلوب و.