د پاکستان پوځ به په انتخاباتو کې د پولنګ سټيشنونو ساتنه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ به په پولنګ سټيشنونو کې دننه او بهر ځای پر ځای شي چې د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو لپاره امنیت چمتو کړي.

دا پریکړه د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱۴ مه) د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (اي سي پي) د کميشنر سردار محمد رضا خان په مشرۍ کې په يوې غونډه کې وشوه.

پوځ به د ۲۷ جون نه تر ۲۵ جولای پورې د رایو پاڼو د چاپولو ساتنه کوي. کمیسیون وويل چې چارواکي به په ټول هیواد کې په ۲۰،۰۰۰ حساسو پولنګ سټيشنونو کې کلوزډ سرکټ تلويزيون کيمرې نصب کړي.

د کمیسیون له مخې، اي سي پي به د ترهګرۍ ضد ملي ادارې سره نږدې همغږي وساتي چې د ناوړه پیښو مخه ونیسي. دغه کميسيون زیاته کړه چې صوبې به د سیاسي مشرانو د ساتنې لپاره ذمه وارې وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500