امنیتي ځواکونو د پاکستان او افغانستان په پوله باندې ۶ وسله وال ووژل

ای ايف پي

پیښور -- پوځ د يکشنبې په ورځ ( د جون په ۳ مه) وويل، د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ په يو پوسټ باندې د ناکامه بريد نه وروسته شپږ وسله وال وژل شوي دي.

په بلوچستان او باجوړ ډسټرکټ کې په دوو مختلفو بريدونو کې پنځه عسکر ټپيان شول.

پوځ په یو بیان کې وويل، "امنیتي ځواکونو په اغیزمنه توګه ځواب ورکړو او دغه بریدونه يې په شا وتمبول، چې شپږ ترهګر په کې ووژل شول." پوځ زیاته کړه چې د فرنټير کور او هوايي ځواک څلور سرتیري ژوبل شوي دي.

دغه بریدونو هغه پوځيان په نښه کړل کومو چې د افغانستان سره د پاکستان ۲،۴۰۰ کیلو ميټره (۱،۴۹۰ ميل) اوږد پولې ته باړ لګولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500