اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې صدر ممنون حسین د پنجشنبې په ورځ (د می په ۳۱ مه) پنځيشتم آيني ترميم بل لاسليک کړو، چې د خیبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځای کيدو لپار آخرنې ګام و.
د دې ترميم موخه په فاټا کې د استعماري دور قوانین پای ته رسول، د پاکستاني عدالتونو واک د فاټا ضلعو ته غځول او د دې د اوسيدونکو لپاره پرمختیایي مرستې زیاتول دي.
پارلمان د می په ۲۵ مه دغه مسوده تصویب کړه، او د خیبرپښتونخواه اسمبلۍ د می په ۲۸ مه دغه مسوده منظوره کړه.
حسین د فاټا خلکو ته مبارکي ورکړه او ويې ویل چې دوی به اوس د هيواد د نورو اتباعو په شان ورته حقونه لري.
هغه وويل، دا انضمام به د پرمختګ او سوکالۍ يو نوې دور رامنځته کړي.