د رسنیو څار د ډان ورځپاڼي په خپرولو کې د خنډونو غندنه کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د بې سرحده راپور ورکوونکو (آر ايس ايف) غیر حکومتي سازمان د جمعې په ورځ (د مۍ په ۱۸ مه) د پاکستان تر ټولو زوړ ورځپاڼې د ډان په ویش کې د خنډونو غندنه وکړه.

د آر ايس ايف په وینا، د هیواد د مخکښ انګلیسی ژبې ورځپاڼې وېش د هیواد په ډیرو برخو کې وروسته له هغې محدود شو کله چې دې یوه مرکه خپره کړه. په دغه مرکه کې راغلې ول چې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ بریدونو تر شا پاکستاني وسله وال ول.

د میاں محمد نواز شريف څرګندونې، چې پخوانی وزير اعظم دی، په پاکستان او په هندوستان کې غوغا رامينځته کړه.

آر ايس ايف په یو بیان کې وويل، "دا مرکه، چې د راپور له مخې پاکستاني پوځ يې خفا کړو، د می په ۱۲ مه خپره شوه او د می په ۱۵ مه د دې ورځپاڼې ويش بلاک کول پيل شول ... د بلوچستان په ډیرو ښارونو کې، د سيند په يو شمير ښارونو او په ټولو پوځي مرکزونو کې د دې ورځپاڼې په ویش کې خنډونه رامنځته کړی شول."

د رسنيو څار وويل، د پاکستان د مطبوعاتو شورا په ډان ورځپاڼې باندې د هغه موادو د خپرولو تور ولګولو چې "د پاکستان او يا د هغې د خلکو لپاره د شرم سبب ګرځيدې شي او یا دا کولی شې چې د يو خپلواکه هيواد په توګه د دې حاکمیت او بشپړتیا ته زیان ورسوي."

آر ايس ايف وويل، د ډان ورځپاڼې په ويش کې خنډ د پوځ لخوا يو "غير قانوني بنديز" دی چې موخه يې په پاکستان کې خبرونو او معلوماتو ته په لاس رسۍ باندې خپل کنټرول ساتل دي. آرايس ايف زياته کړه، "موږ د چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د خپلواکه ميډيا په خپرولو کې لاسوهنه پریږدي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500