اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د اپریل په ۳۰ مه د پاکستان د عمومي ټاکنو لپاره د ووټ ورکوونکو د رجسټريشن نيټه د اپريل د ۳۰ مې نيټې پورې وغځوله.
اصلي ټاکل شوي نیټه د سه شنبې ورځ (د اپریل ۲۴ مه نيټه) وه. د جیو نیوز له مخې، اي سي پي دا توسیع د "ټولنې د مختلفو برخو څخه د ترلاسه شویو غوښتنو نه وروسته" ورکړه.
عمومي ټاكنې به د جولاى په پاى کې ترسره شي. حکومت چمتو دی چې د می په ۳۱ مه حکومت پريږدي، وروسته له دې به يو عارضي حکومت د حکومت واګې ترلاسه کړي.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې اي سي پي د ۱۰۴ ميلیونو اهل ووټ ورکوونکو لسټونه د مارچ په ۲۶ مه په ۱۴،۰۰۰ مرکزونو کې وښودل، چې له پاکستانيانو څخه غوښتنه کوي چې په دغه لسټ کې خپل او د خپلې کورنۍ د غړو معلومات وګوري.
ووټ ورکوونکي کولی شي چې د اي سي پي ویب سايټ نه د تصحيح فارم ډاون لوډ کړي او یا د دغه مرکزونو نه او يا په ډسټرکټ کې د ټاکنو کمیسیونونو د دفترونو نه یې ترلاسه کړي.