داعش په کویټه کې ۴ عیسایان ووژل

ای ايف پي

کویټه -- پوليس وایي، داعش د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۲ مه) په کویټه کې د څلورو عيسايانو د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دا پیښه په ښار کې د عیسایانو په اکثریتي سیمه کې رامنځته شوه. چارواکو وويل، داسې ښکاري چې دا په مذهبي اقلیت باندې يو هدفي برید و.

معظم جاه انصاري، چې په بلوچستان صوبه کې د پوليسو ستر مشر دی، ای ايف پي ته وويل، "د يوې کورنۍ درې غړي، د يوې ښځې په شمول، هغه مهال ووژل شول کله چې دوی په رکشه کې سفر کولو ... او د بريد لاندې راغلل."

هغه وويل، "د رکشې ډريور، چې هغه هم عيسايي و، په وژل شوي کسانو کې شامل دی."

چارواکو زياته کړه، چې په دغه پيښه کې يو ماشوم ژوبل شو او په هسپتال کې داخل دی. يو ځايي چارواکي، غلام علي بلوچ، وويل، د هغه زخمونه د هغه د ژوند لپاره د ګواښ خبره نه ده.

انصاري وويل، "ابتدايي څېړنې ښيي چې په دغه کسانو د هغوی د عقيدې له امله بريد وکړی شو."

سايټ استخباراتي ډلې وویل، د داعش خراسان څانګې د دې پيښې مسولیت په غاړه واخیستو.

په تیرو وختونو کې اسلامي وسله والو په بلوچستان کې په عیسایانو او نورو مذهبي اقليتونو بریدونه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500