کابل -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د بهرنیو چارو وزیرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کې يو لوړ پوړی وفد کابل ته راغلی چې د همکارۍ پلان په اړه خبرې وکړي.
دغه وفد، چې په سينير سول او پوځي چارواکو مشتمل دی، به د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د کاري پلان په اړه بحث وکړي.
په دې پلان کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې همکاري، سوله او مصالحت، د افغان مهاجرینو راستنيدل او اقتصادي پراختیا شامل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، ډاکټر محمد فيصل، د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۲ مه) په يو ټويټ کې د دغه وفد د راتګ تاييد وکړو.
هغه زياته کړه، پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د اپریل په لومړۍ نيټه) تایید وکړو چې وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي به د جمعې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) کابل ته سفر وکړي.