ملاله یوسفزۍ پاکستان ته بریالۍ راغله

ای ايف پي

اسلام آباد -- د نوبل د سولې انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۹ مه) په لومړي ځل وروسته له هغې بیرته خپل مورني هیواد ته راغله کله چې يو طالب وسله وال په ۲۰۱۲ کال کې د جينکو د تعلیم لپاره د هلو ځلو له کبله هغه په سر ویشتلي وه.

د حکومت يو چارواکي د هغې د سفر په اړه وويل، د هغې د سفر په اړه دقیق معلومات په شاوخوا سيمو کې د امنيتي حالاتو له کبله پټ ساتل شوي دي او تمه کيږي چې دا سفر به د څلورو ورځو لپاره دوام ومومي.

د خپلو والدينو سره، ۲۰ کلنه زده کونکي د سخت امنیت لاندې د اسلام آباد بینظیر بهوټو نړیوال هوايي ډګر ته لاړه. هغې د دغه ورځ په لومړيو کې د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدنه وکړه.

هغې په اسلام آباد کې په وزير اعظم هاوس کې په يو تلويزيوني خطاب کې وويل، "دا تل زما آرمان و چې زه پاکستان ته لاړه شم او هلته کې، له امن سره او د ويرې پرته، په کوڅو کې وګرځم، له خلکو سره لیدنه او خبرې اترې وکړم."

ملاله وروسته له هغې د بشري حقونو يو نړيوال علامت او د جينکو د زده کړې لپاره يوه ستره فعاله جوړه شوه کله چې يو وسله وال د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۹ مه په وادي سوات کې د جينکو بس ته ووختو او پوښتنه یې وکړه چې "ملاله څوک ده؟" او په هغې یې ډزې وکړې.

د بریتانیې په برمنګھم ښار کې د هغې علاج وکړی او هلته هغې خپل تعلیم هم مکمل کړو.

په ۲۰۱۴ کال کې د نوبل د سولې انعام ګټلو نه وروسته، هغې خپلې مبارزې ته دوام ورکړې اوپه آکسفورډ يونيورسټۍ کې خپل تعليم ترلاسه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500