متحده آيالات د تحریک طالبان پاکستان د مشر موندلو په برخه کې د مرستې لپاره د ۵ میلیونو آمريکايي ډالرو انعام ورکوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډی سي -- د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر مولوي فضل الله د معلومولو یا د هغه د ځای په اړه د معلوماتو په ورکولو د ۵ میلیونو ډالرو (۵۵۲.۶ ميليونه پاکستانۍ روپۍ) انعام اعلان وکړو.

په دغه اعلاميې کې وويل شول چې فضل الله په پاکستان کې په خونړي بریدونو کې ښکيل دی -- لکه په جون ۲۰۱۲ کال کې د ۱۷ پاکستاني سرتیرو وژل او په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې د جينکو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ ویشتل -- او د متحده آیالاتو د ملي امنیت لپاره يو ګواښ دی.

د متحده آیالاتو د چارواکو له مخې، ټي ټي پي فیصل شهزاد ته د چاودیدونکو توکو ټريننګ ورکړی و، چې په می ۲۰۱۰ کال کې يې د نيويارک په ټايمز سکوير کې د موټر بم د چاودنې هڅه کړی وه.

ټي ټي پي په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ۱۴۰ ماشومانو او ښوونکو په وژلو کې لاس لرلو.

د انصاف لپاره د انعامونو پروګرام ۳ ميلیونه ډالره (۳۳۱.۶ میلیونه پاکستانۍ روپۍ) د دوو نورو پاکستاني وسله والو مشرانو، عبدل ولي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار اورپکۍ ډلې مشر دی، او منګل باغ، چې د ټي ټي پي د لشکر اسلام ډلی مشری دی، په موندلو کې په مرسته ورکوي.

په دغه بيان کې راغلي، چې جماعت الاحرار "په سیمه کې يو شمير بريدونه ترسره کړي دي چې ملکي وګړي، مذهبي اقليتونه، د پوځ سرتيري او د قانون پلي کولو ادارې يې په نښه کړي وې."

د دغه بيان له مخې، لشکر اسلام "د نشه یي توکو، قاچاق، تښتونې، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په لارو باندې د مالیې راټولولو له لارې خپل عوايد ترلاسه کوي."

ټي ټي پي "د القاعدې سره هم نږدې تعلقات لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500