د سينټکوم کمانډر وايي چې پاکستان باید د وسله والو پرضد "پریکنده ګامونه" پورته کړي

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډي سي -- د متحده آيالاتو يو لوړ پوړي جنرال د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ مه) وويل، متحده آيالات هيله لري چې پاکستان به د طالبانو او د حقاني شبکې د هغه غړو په وړاندې پرېکنده ګامونه پورته کړي کوم چې د هغوی په خاوره کې فعاليت کوي.

جنرال جوزف ووټیل، چې د متحده آیالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سينټکوم) مشر دی، د وسله والو خدماتو په اړه د متحده آیالاتو کمیټې ته وويل، چې د مختلفو وسله والو ډلو غړي او مشران "په پاکستان کې په دوامداره توګه پټنځایونه لري." دا يو داسې وضعیت دی چې د سیمه ایز امنیت لپاره يو خطر دی او د متحده آیالاتو پرسونلو او ګټو لپاره يو ګواښ دی.

ووټیل زیاته کړه چې په پاکستاني پوځ کې "مثبتې تبديلې" په نظر راغلې دي.

"هغوی د خپلو مواصلاتو له لارې، موږ ته د خپلو کړنو په اړه راپور راکوي چې دوی په عملي توګه ګامونه پورته کوي ... تر اوسه پورې، دا ګامونه د هغه پريکنده ګامونو سره سم نه دي کوم چې مونږ د پاکستان نه غواړو. دا ګامونه په پاليسۍ کې بدلون راوستل دي، خو دا مثبتې نښې دي، او زه امید لرم چې زموږه پاليسي سمه ده."

ووټیل زياته کړه، د پاکستان سره همکاري په افغانستان کې د ۱۶ کالو زوړ جنګ کې د بريا لپاره ډيره مهمه ده، چیرته چې به د متحده آيالاتو په زرګونو اضافي سرتیري په دې پسرلي کې افغان سرتيرو ته ټريننګ ورکول پيل کړي.

د سينټکوم کمانډر "د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د ډیرو قربانو اعتراف وکړو، چې په دې کې د القاعدې په کمزوري کولو کې د پاکستان مهمه ونډه او د داعش ډلې سره جنګ کول شامل دي."

هغه زياته کړه، چې هغه په باقاعده توګه د خپل پاکستاني هم منصب سره خبرې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500