د متحده ایالاتو د امنيت لوړپوړي چارواکی پاکستان ته سفر کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د وايټ هاوس د ملي امنیت شورا (اين ایس سي) يو سينير چارواکي د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶ مه) اسلام اباد ته سفر وکړو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د يو ټويټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو سيکړيټرۍ تهمینه جنجوعه د دو شنبې د ورځې سهار په اين ايس سي کې د جنوبي او مرکزي آسیا د سينير ډايريکټرې، لیزا کرټس، سره خبرې اترې وکړې.

هغه نور معلومات نه دي ورکړي.

فيصل په هفته وار بريفنګ کې وويل چې "پاکستان او متحده ايالات هڅه کوي چې په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې هغه ګډ فکتورونه په ګوته کړي کوم چې په ظاهره توګه نه ښکاري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500