پاکستان 'د اخلاقو نمونه' عاصمه جهانګیر خاورو ته وسپارله

ای ايف پي

لاهور -- پاکستان د سه شنبې په ورځ (د فبرورې په ۱۳ مه) د حقونو مدافع وکیله، عاصمه جهانګیر، جنازه په قذافي سټیډيم کې ادا کړه، چې په زرګونو خلکو د سخت امنیت لاندې د هغې په مرګ ماتم وکړو، په داسې حال کې چې ځيني کسان هغه د هیواد لپاره د "اخلاقياتو يوه نمونه" ګڼي.

عاصمه جهانګیر، چې د ۶۶ کالو په عمر کې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۱ مه) د زړه د دورې له امله مړه شوه، یوه وکیله وه چې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن یې جوړ کړی و او مخکې یې په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې په توګه کار کړی و.

د ژړا په حالت کې مدافع وکیلان، سیاستوالان، دانشوران او فعالین په لاهور کې په سټيډيم کې د ۳،۰۰۰ نه زيات کسانو سره يوځای شول، چيرته چې ډرون کیمرې په هوا کې ګرځيدلې او ماتم کوونکي د ګلونو او هارونو سره د جنازې سره روان ول.

ښځې په لومړي قطار کې او د جنازې په مانځه کې موجودې وې -- دا په پاکستان کې غير معمولي خبره ده -- ځکه چې ښځې او نارينه په مونځونو او ټولنيزو پيښو کې د يو بل نه جدا وي، خو دا په محافظه کاره او د ناريناو تر کنټرول لاندې هيواد کې د میرمنو د حقوقو لپاره په اوږد مهاله جګړه کې د جهانګیر ليډرشپ په ګوته کوي.

د هغې په نړیواله ټولنه کې ستاينه وشوه او په پاکستان کې، په ځانګړي توګه د اقليتونو لپاره، د ځپل شويو خلکو لپاره د يو ملاتړي په توګه ګڼل کيده.

د کالج يو استاد، سيد رحيم الحق، د رسوماتو د پيلولو په وخت ای ايف پي ته وويل، "د عاصمه مرګ یوه داسې خلا رامینځته کړې چې هیڅکله به ډکه نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500