تحریک طالبان پاکستان د نايب مشر 'سجنا' د وژلو تاييد کوي

پاکستان فارورډ

پیښور -- ايکسپریس ټریبيون راپور ورکړو چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) د نايب مشر خان سعید محسود د وژلو تایید وکړو.

د تحریک طالبان پاکستان د يو بیان له مخې، محسود، چې د سجنا په نوم هم ياديږي، د فبرورۍ په ۸ مه په هوایې برید کې ووژل شو.

د پاکستان د استخباراتو د يو شمير سرچینو له مخې، دغه هوايي بريد د افغانستان په جنوبي پکتیکا صوبه کې په برمل سیمه کې ترسره شو، چې د سجنا وراره او دوه ساتونکي په کې هم ووژل شول.

سجنا، چې د تحریک طالبان پاکستان د محسود ډلې مشري یې کوله، په می ۲۰۱۳ کال کې د ولي الرحمان د مرګ نه وروسته د دغه ډلې نايب مشر شو.

خو، د هغه ډله په ۲۰۱۴ کال کې د تحریک طالبان پاکستان مشر حکيم الله محسود د مرګ نه وروسته جدا شوه. په فبروري ۲۰۱۷ کال کې، تحريک طالبان پاکستان اعلان وکړو چې دغه ډله د اصلي ډلې سره بيا یوځای شوه.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند وويل چې مفتي نورولي محسود په عارضي توګه د محسود ډلې مشر او د تحریک طالبان پاکستان نايب مشر ټاکل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500