اسلام آباد -- ايکسپريس ټريبيون د جمعې په ورځ ( د فبرورۍ په ۹ مه) راپور ورکړو چې يو افغان پلاوی د امنیت او اقتصادي مسلو په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته راغلی دی.
دا پلاوی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو نايب وزير حکمت کرزۍ يې مشري کوي، به د فبرورۍ په ۹ مه او ۱۰ مه د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان کاري پلان په اړه د د خبرو اترو په دوهم پړاو کې برخه اخلي.
دا ګډ پلان د تروریزم ضد مبارزې، سولې او روغې جوړې، د افغان مهاجرینو د بیرته ستیندو او اقتصادي پراختیا په اړه په همکارۍ باندې تمرکز کوي.
د پاکستان د لوړې کچې پلاوي د بهرنیو چارو د وزیرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کې د دې میاشتې په پیل کې کابل ته سفر کړی و چې د دې پلان په اړه بحث وکړي.