په شمالي وزيرستان کې په راکټي بريد کې دوه امنيتي کارکوونکي ووژل شول

پاکستان فارورډ

میران شاه -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷ مه) راپور ورکړو چې په شمالي وزیرستان کې په تروریستی برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

سرچينو وويل، راکټي بريد په مير علي تحصيل کې د پاکستاني پوځ يو ګاډی په نښه کړو.

د هغه وخت نه وروسته کله چې پاکستاني پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې دغه سيمه د وسله والو نه د پاکولو لپاره ضرب عضب عملیات پيل کړل، په دغه سیمه کې ډير کم شمير بريدونه رامنځته شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500