په پیښور کې د د دسمبر په مياشت کې د طالبانو د وژونکې بريد نه ورسته انسټیټیوټ بيا پرانيستل شو

پاکستان فارورډ

پېښور -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په پېښور کې د زراعت روزنیز انسټیټیوټ د دسمبر په میاشت کې د تروریستی برید نه وروسته بیا پرانستل کیږي.

پنځه طالبانو وسله والو د دسمبر په لومړۍ نيټه په دغه انسټيټوټ برید وکړو، چې ۹ کسان یې ووژل او له ۳۰ څخه زیات یې ټپیان کړل. دغه برید کوونکي ووژل شول.

د پرنسپل ذوالفقار علی لخوا د جاري شوی يوې اعلاميې له مخې، دغه انسټیټوټ، چې اوس د زراعت د خدماتو اکاډمۍ نوم لري، به د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۶ مه) بیا تعليمي کار پیل کړي.

د اکيډمۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه اکيډمۍ د پوځ درې پخواني غړي استخدام کړي او څلور ټوپکونه یې اخیستي دي او د صوبايي حکومت نه د ټوپکونو د لايسنسونو په انتظار کې دي.

د نورو امنيتي تدابيرو برسيره، دغه سکول د کلوز سرکټ کيمرو د نصب کولو او د امنيتي ديوال جوړولو لپاره د فنډونو غوښتنه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500