اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو، تمه کیږي چې د پاکستان يو وفد به د شنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۳ مه) د بهرنیو چارو د سيکريټرۍ تهمینه جنجوعه په مشرۍ کې کابل ته لاړ شي چې د ډېرو مسلو په اړه په کاري ګروپونو کې برخه واخلي.
پاکستان د پنځو ګډ کاري ډلو لرلو وړاندیز وکړو چې په دوه اړخیزه تجارت او ټرانسپورټ، د کډوالو په بيرته تلو او اقتصاد په برخه کې مرسته وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په دې غونډه کې به د تروریزم، استخباراتو شریکولو او پوځي مسلو په اړه خبرې وکړی شي.
دا د ګډ کاري ګروپونو لومړۍ غونډه ده.
دغه وياند وويل، دا سفر له مخکې نه ټاکل شوی دی.