اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د افغانستان لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۱ مه) اسلام آباد ته راغلل چې د پاکستان سره د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
په دې وفد کې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزۍ شامل ول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، ډاکټر محمد فيصل، وويل، دغه چارواکي د افغانستان د صدر اشرف غني پيغام لري او د احتمالي همکارۍ په اړه به خبرې وکړي.