په کرم ایجنسۍ کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې ۸ کسان ووژل شول

ای ايف پي

پاړه چنار -- په کرم ايجنسۍ کې د سه شنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۳۰ مه) د سړک غاړې په بمي چاودنه کې ۸ کسان ووژل شول. دا يو وروستی برید دی چې ‌په ښکاره توګه يې شیعه مسلمانان په نښه کړل.

چاوديدونکي توکې د شيعه ګانو په مقبل سيمه کې هغه وخت وچاودېدې کله چې د نهه کسانو يو ګاډی د دغه سيمې نه تير شو.

د لوکل ګورنمنټ يو چارواکي بصیر خان وزیر ای ايف پي ته وویل، په دې پيښه کې اته مسافر د درې ښځو او د اووه کلن هلک په شمول ووژل شول.

هغه وويل چې چارواکي د وژل شوي قربانيانو د شناخت لپاره کوشش کوي، خو لومړني شواهد څرګندوي چې ټول مسافر شيعه مسلمانان ول.

د سیمه ایزو استخباراتو یو چارواکي د دغه پیښې او تلفاتو تایید وکړو.

په بره کرم کې په تیرو څو میاشتو کې يو شمير بمي چاودنې رامنځته شوې چې شیعه مسلمانان په کې په نښه شول.

هيڅ يوې ډلې د دې پيښې مسؤلیت نه دی منلې، خو دا برید داسې نښې نښانې لري چې د القاعدې او طالبان وسله والو ډلو سره تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500