د پاکستاني پوځ مشر ۱۰ ترهګرو ته د پهانسۍ ورکولو په امر دستخط وکړو

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر لخوا د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۹ مه) د خپور شوي يو بيان له مخې، د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځي محکمو لخوا اعدام شوي د لسو ترهګرو د پهانسۍ سزا تايید کړه.

د دغه بيان له مخې، دا ترهګر په تروريستي فعالیتونو کې، په تعلیمي موسسو باندې په بریدونو او د بې ګناه ملکي وګړو، د سرتیرو او د قانون پلي کوونکو په وژلو کې ښکیل وو.

په دغه بيان کې راغلی، په ټولیزه توګه، ۱۰ وسله والو ۴۱ تنه وژلې ول.

درې نورو وسله والو ته د مختلفو مودو لپاره د قېد سزا واورول شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500