پیښور -- امنتي ځواکونو ډان خبري اژانس ته وويل، پاکستاني ځواکونو د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۹ مه) د افغانستان سره پولې ته څیرمه د ريډیو ټاور تباه کړو. دغه ريډيو به د حکومت پر ضد پروپيګنډه خپروله.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې "امنيتي ځواکونو د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د عمر ایف ایم ريډیو ټاور تباه کړو."
د پاکستان پوځ کار کوي چې د افغان سرحد په اوږدو کې امنيت ښه کړي او د پولې هاخوا د بریدونو مخه ونيسي.