په کويټه کې په يو ځانمرګي برید کې ۴ پولیس ووژل شول

ای ايف پي

کويټه -- پوليسو وويل، په کويټه کې لږ تر لږه څلور پولیس هغه وخت ووژل شول کله چې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹ مه) یو ځانمرګي برید کوونکي د دغه کسانو بس په نښه کړو. په دې پيښه کې ۱۷ کسان ټپیان شول.

دا بريد د بلوچستان صوبې صوبایۍ اسمبلۍ ته نږدې وشو.

د پولیسو یو سينير افسر عبدالرزاق چیمه ای ايف پي ته وویل، "لږ تر لږه څلور پولیس هغه وخت شهیدان شول او ۱۷ تنه نور د لارويانو په شمول ټپيان شول کله چې یو ځانمرګي برید کوونکي په موټرسایکل باندې دغه بس په نښه کړو."

هغه زياته کړه، هېڅ يوې ډلې د دې پيښې فوري ادعا نه ده کړې.

پولیس او پوځیان د یوې عشرې نه د زياتې مودې راهيسې د معدنياتو نه ډک بلوچستان صوبه کې د اسلامي وسله والو او بیلتون غوښتونکو ډلو سره جګړه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500