اسلام اباد -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ( د دسمبر په ۱۹ مه) راپور ورکړو چې د ملي امنیت کمیټۍ (اين ايس سي)، د پاکستان سترې امنیتي ادارې، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸ مه) موافقه وکړه چې د ملي عمل پلان پلي کول تیز کړي.
د تروریزم ضد پلان، چې موخه یې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کول او روان پوځي عملیاتونو ته وده ورکول دي، په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د وسله والو د بریدونو نه وروسته جوړ کړی شو. په دغه بريد کې نږدې ۱۵۰ ماشومان او ښوونکي وژل شوي ول.
د ملي امنیت کميټۍ، چې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي يې مشري کوي او په دې کې د سول او پوځي ادارو لوړ پوړي چارواکې شامل دي، د پلان د دریمې کلیزې په موقع د عمل ملي پلان بیاکتنه وکړه او د ملي امنیت پالیسۍ، چې چارواکي یې د کلونو راهيسې تیاروي، د مکمل کولو امر وکړو.
د خاقان عباسي د فتر نه د ېو خپور شوي بيان له مخې، "د ملي امنیت کمیټۍ دا وکتل چې د عمل ملي پلان په پلي کولو کې ښه پرمختګ شوی، خو ځینې برخې لکه پالیسي او په ادارو کې اصلاحات زياتې ژمنې او پام ته اړتیا لري."