آی ايم ايف : ښه امنيتي حالت او نور فکتورونه د پاکستان اقتصاد ته وده ورکوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پیسو نړیوال صندوق (آی ايم ايف) د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۴ مه) وویل چې د پاکستان اقتصاد د ښه امنیت او د پالیسۍ د نورو اقداماتو له کبله ښه شوی دی، خو حکومت دې ته اړتیا لري چې د مخ په زیاتیدونکو خطرونو مخه ونيسي.

د آی ايم ايف ټيم په اسلام آباد کې د اقتصاد د بیاکتنې لپاره د يوې هفتې اوږد سفر پای ته ورسوو، او د د دې میشن مشر، هیرالډ فینګر، خبرداری ورکړو چې حکومتي نظم خسارا کمولی شي او د کرنسۍ په آزاده توګه حرکت کول به مهم عنصر وي.

فینګر په يو بيان کې وويل، "که څه هم، چارواکو د دې چيلنجونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي، خو د زيات زيان د مخنيوي لپاره زيات کوششونه پکار دي او پکار ده چې د پاکستان اقتصادي ثبات، چې ډير په ګرانه ترلاسه شوی دی، وساتل شي." هغه دا خبره نوټ کړه چې زيات وارداتو د مرکزي بينک د پيسو زيرمو ته زيان رسولی دی.

تمه کيږي چې سږ کال به د هیواد اقتصاد ۵.۶٪ وده ومومي او دا يو داسې پرمختګ دی چې يوازې دوه میاشتې مخکې يې پيش ګويي شوي ده.

دا به په یوه لسیزه کې ترټولو چټکه وده وي، خو ډیر اقتصادي کارپوهان وايي چې په غربت باندې د ریښتینې اغیز لپاره، هیواد له پکار ده چې د څو کلونو لپاره ۶.۸٪ وده په دوامداره توګه جاري وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500