د پېښور په تروریستي برید کې ۶ شکمن کسان په خيبر پښتونخوا کې ونیول شول

پاکستان فارورډ

پيښور -- ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ( د دسمبر په ۱۱ مه) راپور ورکړو چې د خیبرپښتونخوا چارواکو ۶ شکمن کسان ونيول کوم چې د دسمبر په لومړۍ نېټه په پیښور کې د زراعت په روزنیز انسټیټیوټ کې په بريد کي ښکيل ول.

دغه وسله والو په سکول باندې بريد کړی وو او نهه کسان يې وژلي ول. پولیسو په چټکتیا سره غبرګون وښود او دری واړه ترهګر یې ووژل، او د زياتې ناوړې پيښې مخه يې ونيوله.

د رسمي سرچینو په وینا، دغه شپږ کسان په خيبر پښتونخوا په برخو کې، چې د چارسدې ډسټرکټ او مهمند ایجنسۍ سره پولې لري، ونيول شول. ویل کیږي چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان سوات ګروپ سره تړاو لرلو.

شکمن پلان جوړونکی لا نه دی نيول شوی، خو امنیتي ځواکونه د هغوی تعقیب کوي او په باجوړ ایجنسۍ کې يې يو شمير چاپې وهلي دي.

ټي ټي پي د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500