په فاټا کې به په يوه هفته کې د بریتانوي دور قوانین ختم کړی شي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو، عبدل قادر بلوچ، چې د دولتونو او سرحدي سيمو وزير دی، د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۸ مه) وويل، تمه کيږي چې د پاکستان حکومت به په فاټا کې د استعماري دور د سرحدي سیمو د جرمونو قوانین په يوې هفته کې دننه ختم کړي.

ايف سي آر د بريتانيې په دور کې په ۱۹۰۱ کې جوړ شوی و. د دې قانون له مخې، د فاټا اوسیدونکي د درخواست کولو حق نه لري، يعنې قانوني استازیتوب ( وکيل) او د شواهدو وړاندې کولو (دليل) حق نه لري. په دې کې ډله ییزه سزا هم شامل ده او حکومتي چارواکو ته اجازه ورکوي چې ټوله قبيله د يو څو کسانو د جرمونو لپاره مسول وګرځوي.

بلوچ خبریالانو ته وویل، "ایف سي آر يو تور قانون دی. دا اړینه ده چې مونږ ځان د دې نه آزاد کړو." هغه زیاته کړه، چې دا قانون به په یوه هفته کې ختم کړی شي."

بلوچ وويل، چې د خیبر پښتونخوا ګورنر به صدر ممنون حسين ته سمري ولېږي چې ایف سي آر ژر تر ژره ختم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500