د لندن مير د برتانيې دارالخلافې ته د راتلو لپاره پاکستانيانو ته بلنه ورکړه

پاکستان فارورډ

لاهور -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ ( د دسمبر په ۶ مه) راپور ورکړو، د لندن مير صادق خان، چې د نړیوال کمپاین د برخې په توګه په پاکستان کې دی، وايي چې هغه خپل ښار ته د راتلو لپاره پاکستاني خلکو ته هرکلی وايي.

خان د هند نه د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۶ مه) لاهور ته راغې. د هغه دا سفر د لندن اوپن دی کمپاين يوه برخه ده، چې موخه يې دا ښودل دي چې لندن د اروپایي ټولنې د ريفرنډم نه وروسته د سوداګرۍ لپاره متحد او چمتو دی. دا ريفرنډم په عمومي توګه د بریکسټ په نامه يادېږي.

خان وويل، "مونږ پاکستانیانو ته هرکلی وايو چې لندن ته د زده کړې او کار لپاره راشي. ډیر بریالي لندنيان، چې ساینس پوهان، ښوونکي او سوداګران دي، پاکستانیان دي." هغه دا بيان په لاهور کې په الحمرا آرټس کونسل کې ورکړو.

خان وويل، د لندن خلکو نفرت رد کړی دی. هغه زياته کړه چې هغه د ښه تعلقاتو او همکارۍ هيله لري. هغه په راتلونکي کلونو کې د پاکستان او لندن ترمنځ د سوداګریزو اړيکو لپاره هیله څرګنده کړه.

د ډان خبري اژانس له مخې، د خان سفر د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۷ مه) جاري و او هغه اسلام آباد ته هم راغی. د هغه د سفر راتلونکی منزل مقصود کراچۍ ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500