په اسلام اباد کې په جومات کې په ډزو کې يو کس وژل شوی دی

ای ايف پي

اسلام آباد -- پوليسو د چهارشنبې په ورځ ( د نومبر په ۲۹ مه) راپور ورکړو چې نامعلومو وسله والو په اسلام آباد کې د يو شيعه جومات بهر یو کس وژلی دی او لږ تر لږه څلور نور کسان یې ټپیان کړي دي.

ډزې هغه وخت وشوې کله چې د اسلام آباد په آی-۸ سیکټر کې د ماښام لمانځه څخه وروسته عبادت کوونکي د باب العلم جومات نه راوتل.

د سیمه ایزو پولیسو یو چارواکي قاسم احمد ای ايف پي ته وویل: "دوه وسله والو کسانو د جومات د مرکزي دروازې نه بهر د اوبو کولر ته ورغلل او خپل ګلاسونه یې د اوبو نه ډک کړل او بیا یې په هغه خلکو باندې بې واره ډزې وکړې کوم چې د جومات نه راووتللو."

هغه وويل، بريد کوونکي پيدل راغلي ول او د ډزو نه وروسته وتښتېدل، او په نژدې بوټو کې پټ شول.

تراوسه پورې يوې ډلې هم د دې پيښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500