په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ يو ميجر ووژل شو

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز د چهار شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۲ مه) راپور ورکړو، د پاکستان د پوځ ویاند ميجر جنرل آصف غفور د ټويټ اکاونټ له مخې، په خيبر پښتونخوا کې د لټون په عملياتو کې د پاکستان د پوځ يو ميجر وژل شوی دی.

د غفور په وینا، میجر اسحاق، ۲۸ کلن، هغه وخت د ډزو د تبادلې په دوران کې ووژل شو کله چې هغه د ډیره اسماعيل خان ډسټرکټ په کلاچي تحصيل کې د ترهګرو د پټنځایونو لټون کولو.

د اسحاق، چې په پنجاب کې د خشاب اوسيدونکی وو، نه يوه کونډه او یو ماشوم پاتې شو.

غفور په ټويټ کې وویل، "ستاسو قربانۍ به نه ضایع کیږي او نه به په دې روغه جوړه کیږي."

پوځ په دې وروستي میاشتو کې یو شمېر افسران او سرتیري له لاسه ورکړي، چې په دې کې ميجر، کيپټن او لیفټننټ شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500