پاکستاني چارواکو په بلوچستان کې په ګولو سوري ۱۵ لاشونه وموندل

پاکستان فارورډ

کويټه -- چارواکو ډان خبري اژانس ته وويل، چې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) د بلوچستان په کیچ ډسټرکټ کې چارواکو په ګولو سوري ۱۵ لاشونه وموندل.

یو افسر د نوم د نه ښودلو په شرط ډان خبري اژانس ته وویل، ليوي ځواک په بلېدا تحصیل کې دغه مړي وموندل.

نوموړي افسر وویل، په ټولو قربانيانو باندې د نژدې نه ډزې شوي وې. داسې ښکاريده چې دوی د پنجاب صوبې د بیلابیلو ډسټرکټونو سره تعلق لرلو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، چارواکو لا تراوسه نه ده معلومه کړې چې آیا قربانیان کارګران یا غیرقانوني کډوال وو چې ګاونډی ایران ته يې د ننوتلو هڅه کوله. دا هغه يوه لار ده چې پاکستانيان يې یونان او نورو اروپایی هیوادونو ته د تلو لپاره کاروي.

د کیچ ډسټرکټ په بلوچستان کې تر ټولو خطرناک ډسټرکټ ګڼل کیږي. وسله والو په دغه سيمه کې په وار وار په کارګرانو او امنیتي پرسونلو بریدونه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500