راپور: په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې په تروریزم کې کمی راغلی دی

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) په يو خپور شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو او اړوندو مرګونو کې کمی راغلی دی.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو، د ۲۰۱۷ نړیوال ترهګریز لیست د يو راپور، چې په سډني کې د اقتصاد او سولې ادارې خپور کړو، له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې په ۷۳۶ ترهګريز بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵۶ کسان وژل شوي ول.

د مخکني جي ټي آی له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې د بريدونو شميره ۱،۰۰۸ او د مرګونو شميره ۱،۰۸۶ وه.

ای ايف پي راپور ورکړو چې په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې په افراطي بریدونو کې د وژل شویو خلکو شمیر په مجموعي توګه کم شوی، خو ډیر هیوادونه متاثره شول.

د راپور له مخې، تیرکال په ټوله نړۍ کې د ترهګريز بريدونو له کبله د مرګونو شميره ۲۵،۶۷۳ وه -- چې دا د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۲۲٪ ټيټه ده.

ای ايف پي راپور ورکړو چې په سوریه، پاکستان او افغانستان کې د پام وړ کموالی راغلی.

که څه هم، د داعش لخوا د مرګونو شمير په ۲۰۱۶ کال کې نږدې نيم زيات شو، چې په دې کې په عراق کې ۴۰٪ زیاتوالی شامل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500