د افغانستان په پوله باندې په يوې وژونکې نښته کې دوه پاکستاني سرتیري او ۸ وسله وال ووژل شول

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړیکو دفتر له مخې، پاکستاني پوځیانو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳ مه) د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې په يوې نښته کې لږ تر لږه اته وسله وال ووژل.

د آی ايس پي آر د يو بيان له مخې، په افغانستان کې ترهګرو هڅه وکړه چې د باجوړ سره د پولې په اوږدو کې په پاکستاني پوستونو بريد وکړي.

په دغه بيان کې راغلي، چې په دې جګړه کې دوه سرتېري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

په دغه بيان کې دا نه ده څرګنده شوي چې دا پیښه کله رامنځته شوه خو يو امنيتي چارواکي ای ايف پي ته وويل چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ رامنځته شوه.

جيو نيوز راپور ورکړو، په جلا توګه، په خیبر ایجنسۍ کې د نومبر په ۹ مه د ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې یو پاکستانی عسکر ووژل شو.

په دغه راپور کې راغلي، چې ترهګرو په راجګال دره کې په پوله باندې په پاکستاني پوستونو ډزې پيل کړې او د افغانستان په سرحدي سيمو کې يې د کنټرول د نشتوالي نه ګټه پورته کړه.

باړ لګول

په وروستیو لسیزو کې، د افغان طالبانو، القاعدې او نورو وسله والو ډلو غړو په سیمه کې په آزادۍ سره فعاليت کړی دی او په خپله خوښه به د استعمار د وخت د پولې نه تيريدل.

پاکستان د مارچ په میاشت کې د پولې ډیرې برخې ته باړ لګول پيل کړل.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په سختو قبايلي ډسټرکټونو کې د افغانستان پولې په اوږدو کې د ۱۰ فټه لوړ باړ، چې په خاردار تار باندې مشتمل دی، لګول پيل شوي دي.

يو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې په حمزه فورټ کې خبریالانو ته وويل، يوازې ۴۳ کلو ميټره پولې ته باړ لګول شوی دی، خو د راتلونکي کال تر پای پورې به ټولې پولې ته باړ ولګول شي.

هغه د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه او ويې وويل، "که چيرې الله وغوښتل او مونږ دا کار پای ته ورسوو، نو موږ به د یو څيز په اړه ډاډه شو -- هغه دا چې هیڅوک به نشې کولی چې د دې ځای نه تیر شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500