نواز شريف په اسلام آباد کې عدالت ته حاضر شو

ای ايف پي

اسلام آباد -- نا اهل شوی وزيراعظم، میاں محمد نواز شریف د جمعې په ورځ (د نومبر په ۳ مه) عدالت ته حاضر شو چې د کرپشن د تورونو ځواب ورکړي. د دغه تورونو له کبله هغه د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوی وو او د هغه د نيولو امر صادر کړی شوی وو.

د جولای په وروستیو کې، سپريم کورټ نواز شریف وروسته له هغې د وزيراعظمۍ نه لرې کړو کله چې د پانامه پيپرز له کبله د هغه په وړاندې د کرپشن تحقیقات پيل شول. د هغه خلاف د نيولو امر هغه وخت جاري شو کله چې هغه د اکتوبر په لومړیو کې عدالت ته د اوریدنې لپاره حاضر نه شو.

هغه زیاتره وخت په لندن کې تیر کړی دی، چیرته چې د هغه ښځه د سرطان درملنه ترلاسه کوي. هغه اسلام آباد ته د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۲ مه) راغې.

د هغه وکیل، خواجه حارث ای ايف پي ته وویل چې په يوه لنډه اوریدنه کې، شریف د سخت امنيت په ترڅ کې د تلو نه مخکې د پنځوو ميليونو روپو (۴۸،۰۰۰ امريکايي ډالره) بانډ ورکړو.

عدالت به د نومبر په ۷ مه کاروايي بیا شروع کوي.

شریف او د هغه پلويانو دا تورونه رد کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500