په لاهور کې يو کس د ناموس په نامه د خپلې خور په وژلو کې تورن دی

پاکستان فارورډ

لاهور -- ډان خبري اژانس د پوليسو له خولې راپور ورکړو چې پولیس په لاهور کې د هغه کس په لټه کې دي کوم چې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱) د ناموس په نامه د خپلې خور په وژلو کې تورن دی.

نوموړې کس په هغې باندې د "غیر اخلاقي چال چلند" تور ولګولو او د خبرو اترو نه وروسته یې هغه په ډزو ووژله او وروسته وتښتیدلو.

اې ايف پي د اکتوبر په ۳۱ مه راپور ورکړو چې د پاکستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسون د اکتوبر ۲۰۱۶ نه د جون ۲۰۱۷ کال پورې د ناموس په نامه لږ تر لږه ۲۸۰ شکمن کيسونه ثبت کړل -- دا يوه داسې شميره ده چې چا ورته پام نه دی کړی او نا مکمله هم ګڼل کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500