د نوازشریف د نيولو امر صادر شوی

ای ايف پي

اسلام اباد -- د پاکستان يو عدالت د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۶ مه) د نا اهل شوي وزیر اعظم ميا محمد نواز شریف د نیولو حکم ورکړو چې په دغه نیونه کې ضمانت کیدی شي.

د جولای په وروستیو کې، سپريم کورټ شريف ورسته له هغې د وزيراعظمۍ نه لرې کړو کله چې چې د پاناما پيپرز په رڼا کې د هغه په وړاندې د کرپشن تحقیقات پیل شول.

د نوازشريف مدافع وکيل ظفر خان ای ايف پي ته وويل چې د پاکستان د احتساب محکمې د پنجشنبې په ورځ د کرپشن په دوو کيسونو کې د لاس لرلو له کبله د پخواني وزیر اعظام د ضمانت وړ د نيولو امر صادر کړو.

دنيا تلویزون راپور ورکړو چې د نيولو دا امر ځکه وشو چې نواز شریف د دې میاشتې په پیل کې محکمې ته حاضر نه شو.

خان وويل، راتلونکي اورېدنه به د نومبر په ۳ مه ترسره کيږي.

د ځايي رسنیو په وینا، نواز شریف پلان لرلو چې له لندن څخه پاکستان ته راستون شي، چیرې چې د هغه مېرمن کلثوم د سرطان درملنه کوي، خو پاکستان ته د راتلو پر ځای هغه څو ورځې وړاندې د سعودي عرب جدې ته لاړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500