رینجرو په کراچۍ کې د انصار الشريعه پاکستان د مشر په ګډون ۸ وسله وال ووژل

ای ايف پي

کراچۍ -- چارواکو د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲ مه) وويل چې پاکستاني رینجر وايي چې دوی هغه اته وسله وال وژلي دي کومو چې په تیره مياشت کې په کراچۍ کې د اپوزیسیون سیاستوال د وژلو هڅه کړې وه.

ميجر قمبر رضا، چې د سيند صوبې د رینجرو ویاند دی، ای ايف پي ته وویل، رینجرو او د تروریزم سره د مبارزې افسرانو په ريیس ګوټ نيبر هوډ کې وروسته له هغې چاپه ووهله کله چې دوی هلته کې د وسله والو د شتون په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل.

د ویاند په وينا، "د سختو ډزو د تبادلې نه وروسته، پنځه ترهګر په ځای ووژل شول، په داسې حال کې چې درې ژوبل شوي کسان ونيول شول خو وروسته په روغتون کې مړه شول."

رضا وويل، چې دوه وسله والو د نوي جوړې شوي وسله والې ډلې انصار الشريعه پاکستان سره تړاو لرلو. د انصارالشريعه پاکستان مشر، شهريار الدين -- چې د عبدالله هاشمي په نوم هم ياديږي-- په هغه کسانو کې شامل وو کوم چې د شپې په بريد کې وژل شوي ول.

د رضا له مخې، هاشمي د سپتمبر په میاشت کې د کراچۍ په ښار کې د متحده قومي مومونټ د مشر، خواجه اظهارالحسن، د وژلو په هڅه کې ښکيل وو. په دې پېښه کې لس کلن هلک او یو ساتونکی وژل شوي وو او حسن روغ پاتې شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500