د بهرنیو چارو وزیر د څلور اړخیزې همکارۍ د ډلې لپاره د پاکستان د پلاوي مشري کوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د بهرنیو چارو وزیر تهمينه جنجوعه د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶ مه) د افغانستان په اړه د څلورو هیوادونو په خبرو اترو کې د پاکستان د پلاوي مشري کوي.

د څلور اړخیزې همکارۍ ډله -- افغانستان، پاکستان، چین او امریکا -- د اومان په مسقط کې خبرې اترې کوي چې موخه یې په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو سره د خبرو اترو بیاکتنه ده.

په می ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژلو نه وروسته، دا د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې لومړنۍ غونډه ده. دې ډلې په جنوري ۲۰۱۶ کال کې په اسلام اباد کې هم يوه غونډه کړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500