پاکستان د ټاکل شویو چارواکو لپاره د ختم نبوت اعلامیه بیرته بحالوي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- جیو نیوز راپور ورکړو چې ملي شورا د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۵ مه) په اليکشن بل ۲۰۱۷ کې په مساوي توګه د ترميم کولو بل منظور کړو او د ختم نبوت (د پيغمبرۍ اختتام) اصلي اعلامیه يې بیرته بحال کړه چې د ټاکل شوي چارواکو او کاندیدانو لپاره ضروري ده چې دا لاسلیک کړي.

دا شخړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې حکومت کونکي پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ د دې اوونۍ په لومړیو کې د انتخاباتو په قانون کې ترميم وکړو چې ميا محمد نواز شریف، نا اهله وزير اعظم، ته توان ورکړي چې د پي ايم ايل اين د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي.

د اپوزیسیون ګوندونو تور ولګولو چې پي ايم ايل اين د ختم نبوت په بل کې هم بدلون کړی دی.

د پاکستان ملي شوره د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې د ترميم کولو منظوري وکړه کله چې د ملي شورا سپيکر آياز صادق د حکومت اعلامیه ومنله چې دا غلطي د ليکلو په وخت رامنځته شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500