د پاکستان د حقوقو يوې فعالې د آنا پولیټکوسکایا جایزه وګټله

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د صوابۍ ډسټرکټ د ښځو د حقوقو يوه پاکستانۍ فعالې او همدارنګه د هند ژورنالیستې ګوري لینکش د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۵ مه) د آنا پولیټکوسکایا جایزې ترلاسه کړې. نامعلومو برید کوونکو د سپتمبر په میاشت کې لینکش د هند په بنګلورو کې په ډزو وویشتله.

ګلالۍ اسماعيل دغه جايزه په لندن کې د 'ريچ آل ويمين اين وار' (را این وار) د نادولتي موسسې نه ترلاسه کړه. ګلالۍ او د هغې خور صبا په ۲۰۰۲ کال کې د نجونو د رهبرۍ مهارتونو د لوړولو لپاره آویير ګرلز تنظيم جوړ کړو چې ښځې پیاوړې کړي او سوله رامنځته کړي.

د ډان په وینا، ګلالۍ د 'را این وار' لخوا د جايزې په اړه د اوريدلو په موقع وويل، "د خپلو حقونو لپاره خبرې کول او د مذهبي افراطیت په وړاندې خبرې کول زمونږ اساسي حق دی." تمه کیږي چې هغه به د مارچ په میاشت کې په لندن کې دغه جایزه ترلاسه کړي.

پولیټکوسکایا، یوه روسی ژورناليسته، په اکتوبره ۲۰۱۶ کال کې په ماسکو کې وژل شوی وه. را په این وار هر کال دغه جايزه د بشري حقونو فعالینو ته د درناوې وړاندې کولو لپاره ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500