کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د سیند صوبې د جمعی په ورځ (د سپتمبر په ۲۹ مه) د محرم د جلوسونو او غونډو د ساتلو لپاره په اتو ولسوالیو کې د ۱۲ ګهنټو لپاره د ګرځنده تلیفون خدمتونه معطل کړل.
د دې اقدام موخه دا ده چې د ليري نه د بمونو د فعالولو او د ترهګرو تر منځ د اړیکو مخه ونيسي.
د پاکستان د مخابراتي شرکت له مخې، د ګرځنده تليفون خدمتونه به د شنبې او یکشنبې په ورځ (د سپتبمبر په دیرشمه او د اکتوبر په لومړۍ نيټه) يعنې د محرم په ۹ مه او ۱۰ مه معطل کړی شي.