راولپنډۍ -- جيو نيوز د سه شنبې په ورځ ( د سپبتمر په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو د خیبر ایجنسۍ په دریو برخو کې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو لويه زيرمه ونيوله.
په دغه زيرمه کې سب مشین ګنونه، لاسي بمونه او راکټونه شامل دي.
د هېڅ يو تن د نيولو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.