کويټه -- د نیا تلویزون راپور ورکړو چې امنيتي ځواکونو د پجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) د بلوچستان صوبې په ډيره بګتي ډسټرکټ کې د وسله والو دوه کيمپونه تباه کړل.
سرچينو وويل، فرنټير کور او د استخباراتو ادارو د خفيه معلوماتو ترلاسه کولو نه وروسته ګډ عمليات ترسره کړل. هغوی وويل، دې کيمپونو د منع شوي بلوچ جمهور پوځ سره تړاو لرلو.
سرچینو زیاته کړه، پوځونو د وسلې او مهماتو زيرمه ونيوله.