خیبر پختونخواه په ۲۰۱۷ کال کې د پوليو د لومړي کيس راپور ورکوي

پاکستان فارورډ

پېښور -- ډان خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه د روغتیا چارواکو سږکال په صوبه کې د پوليو د لومړي کيس راپور ورکړی دی.

روغتیایی چارواکو وویل چې ډاکټرانو په لکي مروت کې د دوو کالو د ماشومې جینۍ معاينه وکړه او په هغې کې يې د پوليو وايروس وموندلو. د راپورونو له مخې، هغې ته واکسین ورکړل شوي ول، خو بيا هم هغه ناروغه شوي وه. ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې کله هغه ښه شي نو د هغې واکسين به هغه لږ تر لږه وتوانوي چې په عادي ډول وګرځي.

سږکال د پوليو دا کيس په پاکستان کې پنځم کيس وو. تیر کال په خيبر پښتونخوا کې اته کيسونه راپور شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500