کويټه -- پوليسو په کويټه کې د جمعې په ورځ ( دسپتمبر په ۲۲ مه) نواب زاده ګزين مری وروسته له هغې ونيولو کله چې هغه بيرته راغې، او د هغه د خپلې خوښې د ۱۷ کالو جلا وطني ختمه شوه.
مری، چې د مرحوم سياستوال نواب خير بخش مری زوی دی، خپله جلاوطني په دوبۍ کې تیره کړه او د جسټس نواز مری د وژلو په سلسله کې ونيول شو. جسټس نواز مری د خپل مرګ په وخت په بلوچستان هايي کورټ کې يو سينير جج وو.
نواز په جنورۍ ۲۰۰۰ کال کې په کویټه کې وژل شوی وو.