کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په کراچۍ کې د سه شنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۹ مه) په يوې چهاپه کې د یوې منع شوي ډلې دوه شکمن کسان ونيول شول.
د سي ټي ډي يو سينير چارواکي نويد احمد خواجه وویل، دغه کسان، چې د لشکر جهنګوي سره د غړیتوب لرلو له کبله تورن ول، د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې په چاپه کې ونيول شول.
هغه زياته کړه، دغه شکمن کسان په فرقه يي وژنو کې ښکيل وو او غوښتل يې چې د محرم په راتلونکې مياشت کې د نورو فرقو زيات غړي ووژني.