لاهور -- د جيو نيوز له مخې، پوليسو د دوشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۸ مه) وويل، د پنجاب پولیسو په لاهور کې يو کس نيولی دی چې په یو ځانمرګي برید کې د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف د وژلو په پلان جوړولو کې تورن وو.
پولیسو وويل چې دغه شکمن کس د پنجاب د معلوماتي ټکنالوجۍ بورډ د يو چارواکي ډريور دی.
په لاهور کې د جولای په مياشت کې د شريف د استوګنې نه ۱۰۰ ميټره لري په يو ځانمرګي بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي ول.