په باجوړ ایجنسۍ کې د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې ۶ کسان ووژل شول

ای ايف پي

خار -- چارواکو وويل چې د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۷ مه) د پاکستان په شمال لوديز سيمه کې چې د افغانستان سره پوله لري، د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې د لوکل ګورنمنټ يو چارواکی او پنځه پولیسان ووژل شول.

دغه چاودنه د خار نه ۲۵ کيلو ميتره لرې په ماموند سیمه کې رامنځته شوه. خار د باجوړ مرکزي ښار دی او د هیواد د هغه اوو نیم خپلواکه قبایلي ډسټرکټونو څخه دی، چېرته چې پوځ له طالب اورپکو سره جګړه کوي.

د لوکل ګورنمنټ يو سينير چارواکي، انوارلحق، ای ايف پي ته وویل: "د لوکل ګورنمنټ يو افسر او پنځه قبایلي پولیسان هغه وخت ووژل شول کله چې د لاس جوړه شوي چاوديدونکې وسيله، چې د سړک په غاړه ښخه شوې وه، هغه وخت وچاوديده کله چې د هغوی ګاډی د دغه ځای نه تيریدو."

ځايي امنيتي چارواکو د تلفاتو تاييد وکړو.

تحریک طالبان پاکستان مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500