اسلام آباد -- ډان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) په (لندن) کۍ د ټائمز د لوړو زده کړو نړیوالو يونيورسټو د کلنيزې درجه بندۍ د وروستۍ ګڼې په حواله ورکولو سره راپور ورکړو چې په روان کال کې په نړۍ کې د لوړو زده کړو په موسسو کې یواځې څلور پاکستانۍ يونيورسټۍ شامل شوي دي.
د اسلام اباد قائد اعظم يونيورسټۍ په ۵۰۰ غوره يونيورسټو کې شامله ده. د دې درجه د تېر کال په پرتله ښه شوې ده ځکه چې دې تير کال د ۶۰۱ نه د ۸۰۰ يونيورسټو ترمنځ درجه لرله.
په دغه درجه بندې کې نورې درې شامل شوي پاکستانۍ يونيورسټۍ د انفارمیشن ټکنالوژۍ انسټیټوټ کامسټس، د ساینس او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون او په فیصل آباد کې زرعي یونیورستي دي.
تیر کال، اووه پاکستانۍ يونيورسټۍ په دغه درجه بندۍ کې شاملې وې.