په کراچۍ کې د انصار الشريعه پاکستان شکمن مشر ونيول شو

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۶ مه) راپور ورکړو چې په کراچۍ کې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې د نوي وسله والې ډلې انصار الشريعه پاکستان شکمن مشر او لږ تر لږه پنځه شکمن غړي ونيول شول.

یوې امنیتي سرچینې جیو نیوز ته وویل، چې چارواکو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴ مه) دغه کسان ونيول. دغه سرچينې د انصار الشريعه شکمن مشر د شهريار په نامه یاد کړو چې د عبدالله هاشمي په نامه هم ياديږي. هاشمي د انجنیرۍ او ټیکنالوژۍ په نيډ يونيورسټۍ کې د انفارميشن ټکنالوجۍ یو متخصص وو.

انصار الشريعه په کراچۍ کې په وروستي بريدونو کې تورن دی، چې په دې کې د اختر په ورځ د خواجه اظهارحسن د وژلو هڅه هم شامل ده. اظهار الحق د متحده قومي مومنټ سره تعلق لرونکی وکیل دی. خواجه په سيند اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشرهم دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500